For faster navigation, this Iframe is preloading the Wikiwand page for کوچيان.

کوچيان

کوچي هغه چاته ويل کيږي چي په ترور خيمو کي ژوند کوي ، دپسو او وزوپه روزلو بخت وي او خپلو څارويو ته د څړځايونو اوورشوگانو دپيداکېدوپه منظور دکال په مختلفو فصلونو کي له يوه ځاي نه بل ځاي ته کوچ کوي . کوچيان دکوچ او باروړلواو راوړلو په منظور اوښان هم روزي . کوچيان دژوند ټولي اړتياوي دڅارويو دمحصولاتودخرڅلاوله لاري پوره کوي . کوچيان په انگليسي ژبه (Nomandes) ) په نوم يادشوی دي،په سويدني ژبه ورته نومادر (Nomader ) ، ديوناني (Nemein) له کليمي سره چي دڅرېدلو په معنا ده ارتباط لري .د کوچيانو دپيژندلو بيلگه هم دڅارويو څرېدل دی . په پښتو اودری ژبه کې هم له کوچيتوب سره دڅارويو روزل اوپوول ئې ځنگړې بېلگه ده . د افغانستان په كوچيانوكي پښتانه، بلوڅ، ازبك، تركمن، قرغز، هزاره، فېروزكوهيان، جمشېديان او ايماق سته، خو يولوي اكثريت يې پښتانه دي . پښتانه كوچيان دوې ستري څانگي لري : دُراني او غلجي كوچيان . دالفنسټن دبيان له مخې د دُرانيودقوم پوره نيمايي کوچيان اونور ئې کروندگر دي [۱].

د افغانستان يو کوچی

په منځنۍ اسيا او ننني افغانستان كي هم د كوچيتوب پيدايښت لرغونو زمانو ته رسېږي. د زردشتي عصر په متونو كي د كوچي قبايلو او زردشتيانو تر منځ د دښمنيو ډېر بيانونه سته . داسي روايت لا هم سته چي كوچيو ساكانو د پارس ستر امپراتور (كوروش) ته سره لـه دې چي بېساري لښكر يې درلود، سخته ماته وركړه . كوچي ساكان هغه قبايل دي چي په تخارستان، سيستان، اراكوزيا، مرغاب، ننگرهار او باميانو كي خپاره وو. كوشاني امپراتوري په همدغو ساكانو اړه لرلـه . دافغانستان په شمالي او شمالي غربی ولايتو کښي دتاريخي اسنادو له مخې تر نوروسيمو ډير پخوا يوشمير اوسېدونکو دکوچيتوب له ژوند سره مخه ښه کړېده .مگر دټولو اقتصادي اوفرهنگی تغيراتو سره بيا هم تر اوسه په (۱۱) ولايتونو کښي لکه ( بدخشان ، تخار ، بغلان، کندوز ، سمنگان ، بلخ ، جوزجان ، فارياب ، بادغيس ، هرات ،غور) پښتنو دمختلفو قومونو کوچيان اوهمدا ډول تاجک، ازبک، ترکمن، بلوڅ، بختياری، تاتار، چارايماق، عرب،پشه ئي ،گوجر ، جټ، مغل، جوگي اونور و ژوند کاوه چي يو شمير ئي اوس له منځه تللي اوياله شمالي سيمونه جنوبي اوشرقی سيموته کډه شوي دي[۲] .

سرشميرنې ښودلې چى دافغانانو ١۶٪ ځانونه كوچيان بولي، او ددوى نه ستنيدنه ځمكو ته دنه لاس رسيدنې ستونزه بلل كېږي. دوى هم دنورو افغانانو غوندې د ١٩٨٠ كلونو په شاوخوا كى پاكستان ته راوكوچيدل چى په ترڅ كى يې ددوى كوچيانې ژوند هم تيت شو. ددوى ډيره په سرحد صوبه، او بلوچستان كى ديره شول خو ددوى پام وړ شمير په پنجاب ايالت كى هم ديره شول چى هلته يي دټولو افغانانو ۴٠ فيصده جوړول.اكثره كوچيان دافغانستان دمركزي، شمالي او ختيځو ولايتونو پورې تړلي دي چى دوگړو ٧٩،٧ فيصده جوړوي. ددوى ۶١،٠٪ ځانونه پرورځنيوو مزدوريوو متكي بولي، او يواځې ۵،٠٪ وايي چى دوى ته كار وركړل شوې. دوى هم دبيرته ستنيدنې پلوي دي خو نزدې ٧٩،٠٪ يې بيا دنورو افغانانو په شان هماغه ستونزې په گوته كوي.[۳]

گالری

سرچینې

  1. معصوم هوتک دکوچيان اودهغوي دتلو راتلو لرغوني لاري . اوله اودوهمه برخه
  2. پروفيسور ډاکتر گلجان ورور وردگ ، دپښتانه په شمال کي . ۶۰ مخ
  3. دافغانستان دڅيړنو او ارزيابۍ واحد خبرپاڼه شمار ه ۲۰۰۵ ز. کال
{{bottomLinkPreText}} {{bottomLinkText}}
کوچيان
Listen to this article

This browser is not supported by Wikiwand :(
Wikiwand requires a browser with modern capabilities in order to provide you with the best reading experience.
Please download and use one of the following browsers:

This article was just edited, click to reload
This article has been deleted on Wikipedia (Why?)

Back to homepage

Please click Add in the dialog above
Please click Allow in the top-left corner,
then click Install Now in the dialog
Please click Open in the download dialog,
then click Install
Please click the "Downloads" icon in the Safari toolbar, open the first download in the list,
then click Install
{{::$root.activation.text}}

Install Wikiwand

Install on Chrome Install on Firefox
Don't forget to rate us

Tell your friends about Wikiwand!

Gmail Facebook Twitter Link

Enjoying Wikiwand?

Tell your friends and spread the love:
Share on Gmail Share on Facebook Share on Twitter Share on Buffer

Our magic isn't perfect

You can help our automatic cover photo selection by reporting an unsuitable photo.

This photo is visually disturbing This photo is not a good choice

Thank you for helping!


Your input will affect cover photo selection, along with input from other users.

X

Get ready for Wikiwand 2.0 🎉! the new version arrives on September 1st! Don't want to wait?