For faster navigation, this Iframe is preloading the Wikiwand page for هنرونه.

هنرونه

هنر په (انگلیسی art)کلمه د (پهلوی )ژبی نه راغله.

مونا لیسا رسم .لیوناردو داوینچی
«تمثیل د هنری فعالیتونه» اثرد هانس روتنهامر، دویم نیمه شپارلسم سلیزه، برلین.
بالروم رقص

په ټوليزه توگه هنر پر دو لويو برخو ويشي . چي يوبرخي ته يې د ((خپلواک هنر )) او بلي ته يې د (( ښکلۍ هنر )) نومونه ورکړيدي .خپلواک هنر د هر اړخيزو اسانتيا ولپاره کارول کيږي ، گرامر ، بيان ، استدلال ( منطق او رياضي) او داسي نور ي پوهي چي انسان ته د چاپيريال ، طبيعي علومو او ټولنيزو علومو د پوهاوې سره مرستندوۍ گرځي ، د خپلواک هنر په لړۍ کي شميرل کيږي . خو ښکلۍ هنر د ټولنيز شتون ځانگړې پوهنه ده چي په ښکلا پيژندنه کي يې د پوهيدو جوگه کيدلای شو .

داسي بريښي چي د ښکلو هنرونو اصطلاح به لومړۍ د فرانسوي ژبي ( Bea,arts ) څخه را پيل شوې وي . د دې کليمي مانا هغه ټول هنرونه چي ښکلا پکښي وي ، په خپل لمن کي رانغاړي ، په دې اړه د فرانسې د ښکلا پوهني اکاډمي خپل ټول پام د پژۍ ( مجسمه ) جوړولو ، رسامۍ او نقاشيو برخو ته ورگرځوي ، په داسي حال کي چي د ښکلو هنرونو په لړۍ کي خيالات ، رمزونه ، د ليدلو او اوريدلو ښکلائېز او سمبوليک ژبني جوړښتونه هم ور گډ دي . په دې ترتيب ښکلائېز هنر يوازي پر پژۍ جوړولو او رساميو او نقاشيو نه شي را لنډيدلای .د يوشمير پوهانو له نظره هنر پنځه ټاکونکي څانگي لري چي هغو ته يې د ليدونکي هنرونه ، ادبيات ، موسقي ، اتڼ( رقص ) او تمثيل سر ليکونه ورکړيدي .

ليدونکي هنر ټولي هغه هنر ي برخي په برکي نيسي چي د گرافيکي او پلاستيکي هنرونو څانگي جوړوي . لکه رسامۍ ، نقاشۍ ، چاپ . ( ليتوگرافي ، صحافت ، عکاسي او نور او هم دا ډول د ودانۍ جوړولو ، ښاري پلان جوړولو ، د ښکلو منظرو پنځولو ، ډيزاين اود ودانيو ډيکور ، ښکلي کالې ، ښايسته گاڼې ، اونور ټول په خپل پراخه لمن کي را نغاړي ؛ د ادبياتو هنري برخه د شعر ، ښکلي ليکني ، ناول ، لنډي کيسې ، بيوگرافي ، تاريخي شجرې ، کتابونو او د ليکني نور ډولونه په بر کي نسي ؛ د موسيقي څانگه په بنسټيزه توگه ، سندري ، د موسيقي تړون ، د موسيقي الاتو ږغول او کارول ، او دې ته ورته نوري برخي په خپل غيږکي نيسي . ؛ ډرام يا ډرامه په دويو برخو ويشل کيږي ، تراژيکه ډرامه ، او کوميکه ډرامه ، د د تراژيکي ډرامې کرکټر ته زيات ارزښت وکول کيږي . او بيا په ځانگړي توگه هغه وخت چي د غمگيني ډرامې پايله په خوښۍ اړول کيږي ، په ډرامه يې هنر کي د زياتي پاملرني وړ ځای لري . او کوميکه برخه يې د خندولو ، خوښولو او تفريح لپاره د مناسب چاپير يال منځ ته راوستلو په اړه د ډرامه يې هنر د پام وړ برخه ده ؛ د اتڼونو بيلا بيلي برخي ځکه د هنرهغه ارزښتمني بيلگي گڼل کيږي چي د اولسونو په ملي ژوند او د وگړو په خصوصي ژوند کي پراخه ونډه لري ، ملي اتڼونه ، اولسي اتڼونه ، رقص ، بالت ، د اروپايې ډانس بيلا بيل ډولونه او نور په برکي نيسي .

{{bottomLinkPreText}} {{bottomLinkText}}
هنرونه
Listen to this article

This browser is not supported by Wikiwand :(
Wikiwand requires a browser with modern capabilities in order to provide you with the best reading experience.
Please download and use one of the following browsers:

This article was just edited, click to reload
This article has been deleted on Wikipedia (Why?)

Back to homepage

Please click Add in the dialog above
Please click Allow in the top-left corner,
then click Install Now in the dialog
Please click Open in the download dialog,
then click Install
Please click the "Downloads" icon in the Safari toolbar, open the first download in the list,
then click Install
{{::$root.activation.text}}

Install Wikiwand

Install on Chrome Install on Firefox
Don't forget to rate us

Tell your friends about Wikiwand!

Gmail Facebook Twitter Link

Enjoying Wikiwand?

Tell your friends and spread the love:
Share on Gmail Share on Facebook Share on Twitter Share on Buffer

Our magic isn't perfect

You can help our automatic cover photo selection by reporting an unsuitable photo.

This photo is visually disturbing This photo is not a good choice

Thank you for helping!


Your input will affect cover photo selection, along with input from other users.

X

Get ready for Wikiwand 2.0 🎉! the new version arrives on September 1st! Don't want to wait?